یوه ملي قهرمان ته ضرورت په افغانستان کې
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک


افغاتی ټولنه تیت او پرک شوه ، افغاني ټولنه په ایدو او عقیدو وویشل شوه ، افغاني ټوله په ژبو او فرهنګو تقسیم شوه ، افغاني ټولنه د تنظیمو له لاسه په سلیقو- قوارو- پوزشنو - کف اوکالر- بریتورو اوبې بریتو - تورسترګو او شنو سترګو - پکول داره او لنګي داره - چادر داره او دریشي داره - په سرلوڅو او کل سرو- په عریبو او سرمایه دارو- په بیوزلو او نان ګدایو - په سوالګرو - اوپه موتردارو - په دولتمردانو او بیکارانو - په رشوت خورو او چپاولګرانو - په مافیايي انسانانو او په بیزوره بې سرپرسته کسانو - په توپکسالارانو او بی وسلو خلکو- په باسیواده او سیواد لرونکو - په ملانو او عامیانو - په پیرانو او حضرتانو او ددوی په پلویانو - په هزاره او ازبکانو - په پشتنو او تاجکانو - په نورستانیانو او پشه یانو - په چهارایماقواو هندوانو او ډیرنوروویشل شوه ، زموږ کلۍ او کورونه تقسیم شول ، ترکه شول ، غصب شول، تخریب شول، تالان شول، خلک ورنه لاړل محاجرشول لږ پاتې شول د هغوی په دروازو بندیزونه ولګیدل، ددوی په زامنو او لورانو نوېې مقرره د مجاهدینو او طالبانو له خوانه تحمیل شوه او هغه دا چې ( هر سړۍ باید توپک واخلي - هره کورنۍ باید مجاهدینو او طالبانو ته دری وخته ډوډۍ تیاره کړي ) او هر هغه کورنۍ چې زامن یا خپلوان ېې ددولت سره کار کوي هغه باید بیرته را شي او زموږ سره جهاد ته مخه کړي او که نه را ځي نو هره میاشت باید نیم معاش موږ ته را کړي .

د ( پاکستان - ایران - عربانو ) له لاسه په موږ پنجابي ژبه ، فارسي ژبه تحمیل شوه او کلدارې زموږ په رسمي کرنسۍ بدلې شوې د افغانستان ملي ارزشونه او عنعنات او رسوم تر پښو لاندې شول زموږ خلک د حکومت نه ډوډۍ نه غواړي - زموږ خلک د حکومت نه اوبه نه غواړي - زموږ خلک د کرزي نه کور او کالي نه غواړي ، بلکه زموږ خلک دکرزي نه امنیت غواړي - صلحه غواړي ، او صلحه په نانواتې ، ګدايي ، رشوت ، زاریو نه تر لاسه کیژي بلکه صلح په دشمن د زور له لارې تحمیلیژي او زور کرزۍ نه لري ځکه د ملي پوځ وسلې او محاربوي تخنیک دوی په خپلو بادارانو ( پاکستان - ایران -امریکا - انګریز) او نور خرڅ کړو او ملي کدرونه ېې په کور کینول ،افغانان په خپل هیواد کې د ( پنجابیانو - امریکایانو-انګریزانو او عربانو ) اسیران ، مجرمان او محکومین دی ددوی له خوانه په زندانو کې په مختلفو جزاګانو د زنا او لواتت په شمول تر شکنجې او عذاب لاندې ژوند کوي نه د کرزي حکومت او نه یو حزبی او جهادی تنظیمی لیډر او نه هم ( خداوند ) د دوی په قصه کې شول،زموږ بې وزلان - بیکوران - خیمه نشینان او مریضان ناري وهی صرف موږ درک کړۍ ، موږ ته غوږ ونیسۍ - زموږ غږ واورۍ خو بیا دیوه ځایه ددوی په داد هیڅوک ونه رسیدل او نه ددوی غږ چا واوریدو ،نه یوه سرمایه دار ، نه یوه وزیر ، نه یوه والي ، نه یوه ولسوال له خوا نه دوی ته یوه بوجۍ اوړه ور وړل شول ، نه ېې دوا ورکړه ، نه ېې ددوی اوشکې پاکې کړې او تر دی لا زیات د غریبانو او فقیرانو په ناموس تجاوز وشوو د مکتب نجوني مسمومې شوې او د ښځو سره د مرتجع اخوانیانو ، ملانو او ددوی د ولي نعمتانو په دستور نور هم دخشونت څاپیړه وار شوه او د خشونت په څاپیړه زموږ تور سرې بیبیانې ښځې ووهل شوې ددوی له لاسه ېې انتحارونه وکړل خو یو مجاهد - یو طالب ، یو ددوی رهبر ونه شرمیدو او معذرت ېې ونه غوشتو د افغنستان خلک په ( کمونستانو - اخونیانو - طالبانو - ماویستان - سلفیانو - لشکرطیبه - قادیانیانو) او ډیرو نور د ( ملانو - طالبانو - حضرتانو - پیرانو - خلیفه ګانو - دهزاره طایفی دسیدانو - د ایران د خمینی مکتب د پیروانوهزاره ګانو - دعربانو دغو چلتار داره فاسدو مسلمانانو له خوانه د امریکا او انګریز په مستقیم فرمان ) تقسیم شول او ددغو ناوړه او غیر علمی واهی دین تطبیق کونکي هیوادونه هماغه ( پاکستان - ایران او عربان ) وو چې دغه ۳۵ کاله زموږ بیوزلي خلک د اخوانی او طالبانی رژیمو له لاسه د لویو او نه بښونکو ناورینو سره مخامخ کړي دي او زموږ ساده خلک هره ورځ د مجبوریته جوماتو او تکیه خانو ته ځي چې هلته د جماعت وروسته دالله له درباره د افغانستان غامضې ته د افغانستان خونړي جنګ ته د پای ټکۍ کیښول شي دوعا ګانی کوي چې خدایه د خپل حبیب په روی د وه - خدایه د چاریارو کبارو په روی د وه خدایه زموږ د شهیدانو په روح د وه - او خدایه په خپل عظمت او بزرګۍ دی وه زموږ خلک ددغو جنګ نه ددغو فاسدو او خاینو تروریستانو ( حکمتیار - طالبانو - حقانی - پاکستان او ایران ) له تور او تهمت او فشار او شکنجې نه خلاص کړه ) خو وحې نازله نه شوه او ملانو - پیرانو - حضرتانو - خلیفه ګانو - دهزاره سیدانو د مجاهدینو رهبرانو او قوماندا نانو چې دیوه طرفه دوعا ګانې کوی او د خدای نه صلح غواړي خو زموږ خلک نه پوهیژي چې ( جنګ - انتحاری - تفرقه اچونه ) ټول ددوی له خوانه دي او دوی دی چې ادامه ورکوي ځکه دوی د دوو شیانو نه ویریژي .

۱- د صلحی نه ( که صلحه راشي نو دوی محاکمه کیژي او جایدادونه ېې ملي کیژي ) .

۲ - دوی د مقام او څوکۍ نه نه تیریژي ځکه دوی باید همیشه په قدرت کې پاتې شي تر څو همیشه رشوت - قوت - اقتدار او زور ورسره وي او هیڅ وخت ېې څوک په چوخ ونه وهي .

هغه څه چې تر دغو ځایه ما درته ولیکل نور تاسې ورباندې علاوه کړۍ تر دې نه ډیر نور نواقص ، اشتباهات او جنایات د کرزي د حکومت شته خو زه وایم که دغه ټول دیوه میړه - دیوه متعهد - دیوه وطن پرست - دیوه با مسولیته - دیوه جدي - دیوه تحصیل یافته - دیوه متخصص او فروفشنل سیاست پوه افغان قهرمان له خوانه لکه د نورې نړۍ په هیوادو کې چې داډول قهرمانان انسانان پیدا شول او خپل هیوادونه ېې د ابد له پاره د متجاوزینو او اشغالګرانو تروریستانو او اخوانیانو نه وژغورل لکه د ( ترکېې مصطفي کمال اتاتورک -- دهندوستان مهاتما ګاندهي - د جنوبي افریقا نلسن ماندیلا) غونته ورته یوه افغان ملي قهرمان ته ضرورت شتهاو را میدان ته شي ، زه وینم چې داسې قهرمانان شته خو بهتره ده ډیر زر را میدان ته شي او نور د افغانانو وینې توییدو ته د پاي ټکۍ کیږدي ، امین .






July 28th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات